کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ۱۹ مه
په کندز ولايت کې پرون پر څه دپاسه٥٠٠ اړو کورنيو باندې د خوراکي توکو مرسته وويشل شوه.
د کندز د والي وياند عصمت الله مرادي د باختر اژانس خبريال ته وويل چې دکندز له طبيعي پېښو سره د مبارزې کمېټې د نړۍ د خوړو سازمان په همکارۍ په کندز کې پر څه دپاسه ٥٠٠ بې وزلو کورنيو باندې خوراکي توکي وويشل.
دغه راز پر ٢٩ کورنيو باندې چې د سيلاوونو د راوتلو له امله يې کورونو ويجاړ شوي و، يوه اندازه نغدې پيسې هم وويشلې شوې.
ختم_ شکريه_اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ