سیاست

د افغانستان د مصونو سندونو د چاپولو پروژې د بنسټ ډبره کیښودل شوه

کابل/ باختر/ د چنګاښ ١١مه
د افغانستان د مصونو سندونو د چاپولو پروژې د بنسټ ډبره نن د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناو په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار پروفیسور محمد همایون قیومي، کیښوده.
د مالیې وزارت د ویاند دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دغو مراسمو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست محمد فهیم هاشمي، د چارو ادارې او د ملي تدارکاتو کمېسیون استازو، د مالیې وزارت اداري مرستیال او د یو شمېر دولتي ادارو رییسانو او کارکوونکو کډون کړی و.
یاده پروژه به د ولسمشرۍ ماڼۍ د عملیاتي او د ملي پراختیا د ملاتړ ادارې له لوري پلي شي او په دې پروژې به شاوخوا پنځه میلیارده شپږ سوه اوو څلویښت میلیونه افغانۍ لګښت راشي، چې د ماشینرۍ، تخنیکي او کاري وسایلو لګښت یې شاوخوا یو ملیارد او پنځه سوه میلیونه افغانۍ کیږي. د چاپ دغه مطبعه به په یوه ساعت کې د دولس زره A4 پاڼو د چاپولو وړتیا ولري.
د مالیې وزارت سرپرست قیومي، د دې پروژې د پرانیستې په مهال وویل: "د کومې پروژې د بنسټ ډبره چې نن ورځ کیښودل کیږي، له څو اړخونو څخه د ارزښت وړ ده، چې په پلي کیدو سره به یې د دولتي ادارو په ځانګړې توګه د پوهنې، لوړو زده کړو عامې روغتیا او اقتصاد وزارتونو همداشان د امنیت ریاست، د ملي عوایدو راټولیدو او ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ژوند په ټولو برخو کې زیات بدلون را منځته کړي. یاده پروژه به په اتلسو میاشتو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي."
د مالیې وزارت سرپرست زیاته کړه: "د صنعت په برخه کې د دې پروژې د پیل د افغانستان د ځان بسیاینې په مانا ده، چې له دې سره به په هیواد کې د هر ډول مصئونو سندونو د چاپ زمینه برابره شي، همداشان د دې پروژې په پلي کیدو سره هر کال پر یو میلیارد افغانیو عالید سربېره، د اسعارو د تیښتې مخنیوی هم کېږي. د دې ملي پروژې د تمویل په برخه کې د المان فدرالي جمهوریت له مرستو څخه مننه کوم."
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست محمد فهیم هاشمي وویل: "د مصونو سندونو د چاپ پروژه یوه لویه ملي او تاریخي پروژه ده، چې پرانیسته یې د مصئونونو سندونو د چاپ په برخه کې د افغانستان د ځان بسیاینې په لوري یو ستر ګام بولم. د مصونو سندونو چاپول به موږ د نورو هیوادونو له اړتیا خلاص کړي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت هم په دې پروژې کې شامل دی او یو شمېر اړوند کارونه پر مخ وړي."
د یادونې وړ ده، چې په دې مطبعه کې به د افغانستان بانک په هوکړه د افغانۍ بانک نوټونه، پاسپورټونه، د تابعیت تذکرې، د دولتي کارکوونکو د پیژندنې کارت، د لوړو زده کړو د دولتي او خصوصي موسسو تعلیمي سندونه، د اسلحو د لېږد او ساتنې کارت، د دولتي نقلیه وسایطو کارت، له پولو څخه د نقلیه وسایطو د تېریدو لپاره د اجازې سندونه، د زیږیدلو کارت، د محاکمو وثایق، د فعالیت جواز او اجازه لیکونه، د سټیکر ډولونه (پستي ټکټ، ویزه او داسې نور) د ټاکنو خپلواک کمېسیون په هوکړه د رایه ورکولو سندونه او نور مهم سندونه چې دولت یې تشخیصوي، چاپیږي.
پای – و

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته