کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٧
په ننګرهار ولايت کې د ملي پيوستون د پروګرام د ٨١ ټولګټو پروژو کار بشپړ او د خلکو د استفادې ور وګرځيدې.
د کليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ: د دغو پروژو کار د ١٤٩ مليونو او ٧٩ زرو افغانيو په لګښت د ننګرهار ولايت د سره رود، بهسودو او د کامې په ولسواليوکې بشپړې او د خلکو د استفادې وړ ګرځيدلې دي.
په دغو پروژوکې د ټولنيز مرکز، استنادي او د محافظوي ديوالونو، د اوبو لګولو د کانال، د واټونو د غاړو د ويالوجوړول، د پليو لارو پخول، د زراعتي اوبو د بندونو جوړول، د سړکونو جوړول او کريړ اچول او د لاسي بمبو له درولو سره يې د څښاک د روغتيايي اوبو د څاګانوکيندل شامل دي چې د دغو پروژو له اسانتياووڅخه ددغو ولسواليو ٢٢ زره ٨٠٩ کورنۍ ګټه اخلي.
د کليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت په ننګرهار ولايت کې د فعاليت له پيل څخه ١٨٥٠ کلي د پرمختيايي پروګرام تر پوښښ لاندې نيولي دي او تر اوسه پورې يې په دغه ولايت کې د٤زرو ٦٢٩ پروژو کار بشپړکړى او د خلکو ګټې اخستنې ته يې وړاندې کړې دي.