کابل باختر د وږي د مياشتې ٢٧ :
د شپې د برخې د نويو شاملانو د نوم ليکنې په اړونـــــد د کابل پوهنـــتون د رياست خبرتيا
دکابل پوهنتون د ١٣٩٥ کال د شپې د برخې ټولو نويو شاملانو ته خبر ورکول کيږي چې سر له سبا د ١٣٩٥ کال د وږي د مياشتې له ٢٨ نيټې د يکشنبې له ورځې څخه د نويو شاملانو د نوم ليکنې بهير له ټاکلي مهال ويش سره سم د کابل پوهنتون د محصلانو د چارو په آمريت کې پيليږي.
محصلان دې خبر وي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ