کابل –باختر د وږي دمياشتې ١٥
د لومړي ځل لپاره پرون د بغلان ولايت د ځوانانو د اتحاديې او د افغان فلم د سينمايي تياتر د موسسې له خوا د پلخمري ښار د دويم بند په وياله کې د لامبو وهلو سيالي ترسره شوه.
د بغلان ولايت د ځوانانو د اتحاديې رييس شير محمد مرادي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغو سياليو موخه د ځوانو ورزشکارانو ترمنځ د لامبو وهلو د فرهنګ راجول او د شهيد د اوونۍ درناوى دى.
مرادي زياته کړه: په دغو سياليوکې څه ناڅه پنځوسو تنو ځوانو ورزشکارانو ګډون کړى و چې په نتيجه کې يې يواځې لسو تنو ورزشکارانو وکولاى شول چې سيالۍ وګټي.
په پاى کې برياليو ورزشکارانو ته ورزشي کپونه او ستاين ليکونه ورکړ شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ