ورزش

د بايسکل ځغلولو د ملي ټيم پنځه تنه غړې نجونې فرانسې ته لاړې

کابل  باختر  د ثور د مياشتې ٢٦:
د هېواد د بايسکل ځغلولو دملي ټيم  پنځه  تنه غړې نجونې  نن فرانسې ته لاړې.
دبايسکل ځغلولو دنجونو دملي ټيم د دغه سفر موخه د فرانسې دتورپه  نړيوالوسياليو کې ګډون دى .
د المپيک دملي کميټې دبايسکل ځعلولو فدراسيون رئيس محمدصادق صادقي دباخترآژانس خبريال ته وويل: دفرانسې دتورسيالۍ دروان کال دغبرګولي دمياشتې په ٩ نيټه ديوې ورځې لپاره ترسره کيږي.
دصادقي دڅرګندونوله مخې :  نجونې  په سياليو کې له  ګډون مخکې په فرانسه کې  په يوه تمريني اردوګاه کې برخه اخلي .
په دې سفر کې  د بايسکل ځغلولو دملي ټيم پنځه تنه نجونې او د بايسکل ځغلولو فدراسيون رئيس چې  مشرتوب يې په غاړه لري ګډون کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته