فرهنګ

خبرتيا

کابل باختر د غبرګولي درې ويشتمه
  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت خبرتيا:
ټولو صوتي ، تصويري او چاپي رسنيواو دټوليزو رسنيودقانون په ٢٧ ماده کې ټولو ليکل شويو بنسټونو ته خبر ورکول کيږي :
دټوليزو رسنيو دقانون  د ٢٦ مادې د دويمې فقرې له مخې ، دټوليزو رسنيو مسوول مديران  مکلف دي  چې خپل  کلنى مالي رپوټ درسنيو عالي شورااو دماليې وزارت ته  وړاندې کړي  او دغه راز ددغې مادې دريمه فقره په ډاګه کوي چې عايداتي منابع بايدشفافې اوروښانه وي .
له دې امله  دټوليزو رسنيوله مسوولو مديرانوڅخه غوښتنه کيږي  چې دروان هجري لمريز کال  دغبرګولي دمياشتې له درې ويشتمې نيټې څخه دچنګاښ دمياشتې تر درې ويشتمې نيټې پورې  خپل  کلنى مالي رپوټ  درسنيو عالي شورا او دماليې وزارت ته  وړاندې کړي .
  له دې پرته   به موضوع  دټوليزو رسنيودکميسيون له لارې  دقانون دحکمونو په رڼا کې وڅيړل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته