کابل باختر دليندي شلمه :
دوه تنه طالبان تېره شپه دغزني ولايت په ده يک ولسوالۍ کې ووژل شول او يو تن بل ټپي شو .
د ده يک ولسوال فيض الله طوفان باخترآژانس ته وويل: وسله والوطالبانو له دريو لورو د ده يک ولسوالۍ په لغ آباد کلي بريد وکړ چې د ملي پوليسو ، ملي اردو اوسيمه ئيزو پوليسو د متقابل بريد له امله دوه تنه طالبان ووژل شول او يو تن بل ټپي شو.
خبرځاى زياته کړه: د طالبانو مړي د جګړې په ډګرکې پاتي شوي و او د طالبان ټپي شوى سړى هم ونيول شو.
په دغې جګړه کې امنيتي ځواکونو اوملکي کسانو ته زيان نه دى اوښتى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ