امنیت

اته ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دزمري د مياشتې ٢٢ :
په تيرو ٢٤ ساعتوکې د هېواد د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د يرغليزو عملياتو په بهيرکې چې د ډار اچوونکو د ځپلو په مقصد د ننګرهار، غزني، پکتيا، پکتيکا، خوست، لوګر، قندهار، فراه، غور، بلخ، فارياب، سرپل، بغلان، تخار، کندز، بدخشان او د هلمند د ولايتونو په يو شمېر ولسواليوکې   ترسره شول؛ په بهيرکې يې دوسله والو طالبانو ديوه سيمه ييز قوماندان په ګډون  ٢٨ تنه وسله وال ډار اچوونکي ووژل شول او د يوه قوماندان په ګډون ٢٩تنه نور ټپيان شول.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
دملي دفاع وزارت ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ددغو عملياتو جزئياتو ته اشاره کړې ده او ويلې يې دي: د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو په ګډو عملياتو کې چې د توپچي او هوايي ځواکونو په ملاتړ ترسره شول؛ د کندز ولايت د امام صاحب ولسوالۍ په مربوطاتوکې د شيخ اسماعيل په نامه د يو تن سيمه ييز قوماندان په ګډون ١٥تنه وسله وال طالبان ووژل شول او  د ملاعبدالسلام ترکمن په  ګډون ٢١ تنه نور ټپيان شول.
د بغلان ولايت د دهنه غوري په مربوطاتوکې ٣ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٣ تنه نور يې ټپيان شول او د روزګان ولايت د چنارتو ولسوالۍ په مربوطاتوکې ٧تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٤ تنه نوريې ټپيان شول.
دغه راز د لوګر ولايت د محمدآغې ولسوالۍ، د لښکرګاه ښار د دوه لارې او د غزني ولايت د مرکز په مربوطاتوکې د ملي اردو او ملي پوليسو د ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ٣ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او يو تن بل  ټپي شو.
بايد وويل شي چې په دغو عملياتوکې د ملي اردو ١١ تنه منسوبين شهيدان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته