امنیت

دانسان تښتونې په تور دڅلورو تنو اعدام په هرات کې دوژنې سبب شو .

کابل باختر د وږي  نهه ويشتمه :د
څلور تنه  دتښتونې په تور په سختو مجازاتو محکوم شول .
دهرات دښاري محکمې  دجزا دديوان په هغه علني غونډه کې  چې دجزا دديوان  درييس  قضاوتمند  عبداللطيف متين په مشرۍ  جوړه شوه  ديوتن دوژنې په سبب دتښتونې په تور  دڅلورو تنو قضيه  وڅيړل شوه چې په پاى کې ددغه ديوان  په علني غونډه کې  هر يو يې په سختومجازاتو محکوم شول .
  په پاى کې  په ټاکلې موده کې  دمحکومينو داستيناف غوښتنې حق  محفوظ اعلام شو .
  ديادونې وړ ده چې دغو کسانو يوسړى دهغه د تکسي داخستلو په خاطر تښتولي و ، او وژلى و ،چې دتکسي چلوونکي  دمړي له پيداکيدو وروسته  دغه کسان ونيول شول او په خپل جرم يې اعتراف کړى دى .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته