ټولنه

د روژې په مبارکه مياشت کې ګران پلورونکو ته د جلال آباد ښاروالۍ خبردارى

 جلال آباد باختر دغبرګولي دمياشتې  ٦ :
د جلال آباد ښاروالۍ د روژې په مبارکه مياشت کې د ګران پلورنې په نسبت خبردارى ورکړ.
د جلال آباد ښاروالۍ مسوولينو له پلورونکو څخه وغوښتل چې ګران پلورنه ونګړي، که نه له سرغړونکو سره قانوني چلند وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د جلال آباد ښاريان د روژې د مبارکې مياشتې په درشل کې د خوراکي توکو او د سوند د موادو د بيو د لوړوالي له پلوه سر ټکوي.
دوى وايي چې د پوښتنې هيڅ مرکز شتون نلري چې د پلورونکو د ګران پلورنې مخه ونيسي.
په همدې حال کې د جلال آباد ښاروالۍ يوه مسوول باختر آژانس ته وويل چې د دوى د پلټنې ټيمونه به ټول پلورنځي وپلټي او له ګران پلورنې سره د مخامخ کيدو په صورت کې به له ګران پلورونکو سره قانوني چلند وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته