روغتیا

په هرات کې د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره تدبيرونه د قناعت وړ دي

کابل/ د کب ١٤مه/ باختر
په هرات کې د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي په خاطر تدبيرونه او اقدامات د قناعت وړ دي.
په افغانستان کې د نړۍ د روغتيايي سازمان رييس چې د يوه پلاوي په مشرۍ هرات ته تللې دى؛ د هرات له والي عبدالقيوم رحيمي سره په کتنه کې د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي په برخه کې د زياتو همکاريو په خاطر د دغه سازمان تيارى اعلام کړ.
د هرات والي د روغتيايي کارکوونکو د هڅو قدرداني وکړه او اعلام يې وکړ چې د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي په خاطر به د دولتي ادارو له ټولو امکاناتو څخه استفاده وشي.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ ټاکل شوې ده د نړۍ روغتيايي سازمان په هرات کې د کرونا ويروس د مخنيوي په برخه کې د اړتيا وړ تجهيزاتو او امکاناتو د برابرولو په برخه کې خپلې همکارۍ زياتې کړي.
د نړۍ د روغتيايي سازمان پلاوي د اسلام قلعه پولې ته هم لاړ او په سرحدي سيمه کې يې د کرونا ويروس د مخنيوي تدبيرونه د قناعت وړ وبلل.
ختم – ج -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته