کابل باختر د سلواغې ۳۰ مه
افغان ځواکونو د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې اتلس ډول ډول ماینونه کشف او شنډ کړي دي.
د ملي دفاع وزارت څخه نن سهار باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، دغه ماینونه تېره ورځ د افغان ځواکونو له لوري د ترسره شویو چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې کشف او شنډ کړای شوي دي.پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ