
کابل باختر د زمري اتمه :
تښتيدل شوى سړى چې د يو ماشوم هلک په جنسي تيري تورن دى په ننګرهار ولايت کې دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو .
په پهلوان تور لګول شوى دى چې څه موده مخکې يې په ننګرهار کې په يوماشوم هلک جنسي تيرى کړى دى .
دى په مياشتو مياشتو فراري و چې پرون د امنيتي مامورينوله خوا ونيول شو .
دننګرهار دوالي وياندعطاالله خوږياڼي دباختراژانس خبريال ته وويل پهلوان دپوليسو تر تعقيب لاندې و چې پرون ونيول شو .
ويل کېږي چې دماشوم کورنى هم دپهلوان په وړاندې شهادت ورکړى دى .
خوږياڼي وايي چې دتورن دوسيه به ډير ژر محکمې ته وسپارل شي .
ختم_ شکريه _ اکرم