ټولنه

په ننګرهار کې دجامو ګنډونکو لپاره دنرخ نامې ټاکنه

کابل باختر د ثور ٢٢مه :
دجلال اباد ښاروالۍ دجامو ګنډونکو لپاره نرخ نامه وټاکله .
دغه اقدام دجامو ګڼدونکو په تيره بيا داختر په درشل کې دزياتو پيسو دغوښتنې په غبرګون کې شوى دى .
دجلال اباد ښاروالۍ يوه مسوول باختراژانس ته وويل جامو ګندونکي مکلف دي دټاکلې نرخ نامې له مخې له خلکو څخه دهغوى دجامو دګڼدلو په بدل کې  پيسې واخلي .
ده وويل چې ددوى نظارتي  ټيمونه په ښارکې  ګرځي او دسرغړونې دليدلو په صورت کې به له سرغړونکو جامو ګنډونکو سره قانوني چلند وکړي .
دجلال اباد ښاروالۍ له خوا په نوي ټاکل شوې نرخ نامه کې ديوې جوړې  جامو دګنډلو  اجوره يوسلو پنځوس  افغانۍ ده په داسې حال کې چې ګنډونکى همدا اوس له خلکو  څخه دکميس او پرتوک  دګنډلو  په بدل کې تر څلور سوه افغانيو پورې پيسې اخلي .
ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته