نړۍ

دپاکستان د خيبر پښتونخوا او پنجاب په ايالتونوکې د سيلاوونو راوتل

اسلام اباد باختر د زمري  اوومه :
د پاکستان د خيبر پښتونخوا او پنجاب ايالتونو کې د باران د سختو اورښتونو او د سيلاوونو د راوتلو له امله ٢٥ تنه وژل شوي او څه ناڅه زر کورونه ويجاړ او څه ناڅه  ٦٠ تنه نور ټپيان شوي دي .
د پاکستان د دې ډان ورځپاڼې د پاکستان د بيړنيو حالاتو د ادارې له خولې خبر راکړ: د دغوسيلاوونو له امله د پاکستان د خيبر پښتونخوا په زياتو سيموکې او پنجاب ايالت په ځينو سيموکې يوشمېر کورونه ويجاړ شوي او ارتباطي لارو ، پلونو او کروندو ته يې زيانونه اړولي دي .
د پاکستان د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکو  ورځوکې دسختو اورښتونو د دوام او د سيندونو او بندونو د اوبو د څپانده کيدو په نسبت خبر دارى ورکړى دى . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته