کابل / د سلواغې ۲۸ مه / باختر
په سمنګانو کې د اسلامي امارت د استخباراتو ۱۶۰ ځانګړو ځواکونو پوځي او ښوونیزې زده کړې بشپړې کړې.
د سمنګانو د استخباراتو رییس مولوي سمیع الحق حق نواز باختر آژانس ته وویل چې فارغ شوي سرتېري به ځانګړي عملیات ترسره کوي.
په همدې حال کې د سمنګانو والي مولوي عبدالرحمان کندزي د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ پر یوالی، انسجام او همغږۍ ټينګار وکړ.
په ورته وخت کې فارغ شوي سرتېري قاري محمد وویل چې د خپل ژوند تر پایه به د خلکو او هېواد دفاع کوي.
ع