امنیت

په جوزجان کې په يوه ترافيکي پيښه کې څلور تنه ووژل شول

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٤
په جوزجان ولايت کې د يوې ترافيکي پيښې له امله درې ښځې او يو نارينه ووژل شول.
قربانيانو د يوې کورنۍ غړي وو چې د سپرلۍ موټر يې تېره شپه د شبرغان ښارته څېرمه له يوې باروړونکې واسطې سره ټکر وکړ.
د جوزجان ولايت د ترافيکو مسوول محمد اکرم ايليار د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې پيښه کې درې ښځې او يو نارينه چې د يوې کورنۍ غړي وو؛ ووژل شول.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: بار وړونکى موټر واټ ته څېرمه ولاړ و چې د قربانيانو د سپرلۍ موټر په زيات ګړنديتوب له هغه سره ټکر وکړ.
د جوزجان ولايت د ترافيکو مسوول هم د ګړندى موټر د چلوونکى بې احتياطي د دغې خونړۍ پيښې اصلي علت وباله .
دقربانيانو خپلوان وايي چې دوى نوي له حج څخه راستانه شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته