امنیت

دپکتيکاولايت په مرکز ښرنه کې د چاودنې له امله يو ځوان ووژل شو

ښرنه باختر د تلې د میاشتې ۱۵ مه
د پکتيکا ولایت امنيتي مسولين وايي چې د ښرنې په ښار کې د لاسي بم په چاودنه کې یو ځوان وژل شوی دی.
د پکتيکاولايت امنیه قوماندان جنرال محمد عظیم هاشمي باختر اژانس ته وویل چې نن سهار لس بجې د ښرنې ښار د ښاروالۍ مارکېټ دکثافاتوپه يوه لوښه کې د ځای پر ځای شوي ماين د چاودنې له امله يو ځوان ووژل شو.
هاشمي زياته کړه چې، د دغه بم د چاودنې پرمهال یوملکي وګړى چې د کثافاتو دلوښې ترڅنګ تېرېده وژل شوی دی.
د قومندان په وینا  د د دغې پېښې په اړوند یو شکمن کس نیول شوی او تر پوښتنو لاندې دی.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته