ټولنه

دبادغيس بې ځايه شوي کسان سروې کېږي .

کابل باختر د ليندى لسمه :
دبادغيس ولايت مسوولانو وويل چې ددغه ولايت کليوالي بې ځايه شوي کسان چې ددغه ولايت په مرکز کې  شپې سباکوي سروې کېږي چې داړتياوړ مرستې ورته برابرې شي .
دبادغيس  والي عبدالغفور  ملک زي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه بې ځايه شوي کسان تراوسه پورې سروې  شوې  نه دي او دهغوى ددقيق شمير دترلاسه کولو  لپاره پروګرام عملي کېږي چې له هغوى سره لازمې مرستې وشي .
ويل کېږي چې دبادغيس  ولايت يو زيات شمير کليوالي اوسيدونکي دوچکالى  او ناامنۍ  په دليل له خپلو کورونو څخه بې ځايه شوي او ددغه ولايت په مرکز او دهرات ولايت په مربوطاتو کې يې استوګنه غوره کړې ده .   ختم_ عطاالله _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته