(PS)خبرونه(PS)ټولنه

په ننګرهار د نږدې ۸ میلیونو افغانیو په لګښت د څښاک اوبو یوه شبکه جوړه شوه

 کابل، د کب ۲۲مه، باختر

د ننګرهار د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ ۷.۹ میلیونو افغانیو په لګښت د څښاک اوبو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي قسمت الله مبارز د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې یاده شبکه د چپرهار ولسوالۍ په مندرخېلو سیمه کې د ۴ زره مترو په اوږدوالي جوړه شوې، چې پر مټ یې د یادې سیمې ۳۸۳ کورنیو، یوه روغتون او یوه ښوونځي ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د یادې شبکې چارې د ۷ میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا