ټولنه

ددولتي ادارو بريښنا به ډير ژر لمريزه شي .

کابل باختر دوري اوولسمه :
دبريښنا شرکت په دولتي ادارو کې  دلمريزې بريښنا  داستفادې طرحه برابره او وزيرانو شوراته يې وړاندې کړه . چې دتصويب وړ وګرځيده .
  باختراژانس  دبريښنا شرکت  دخبرپاڼې له مخې خبرراکړ چې ددغې مصوبې دلارښوونې دتحقق په خاطر  دغه شرکت  دانرژى او اوبو وزارت ، دژوندانه دچاپيريال ساتنې دملي ادارې او دستندرد دملي ادارې داستازو په ګډون يوه غونډه جوړه کړه .
خبرپاڼه زياتوي په دې غونډه کې د بريښنا شرکت  عمومي اجرائيوي رييس انجنير امان الله غالب ددولتي ادارو  دمرکز دواحدونو لپاره دلمريزې بريښنا دطرحې په باب  معلومات ورکړل او دلنډ مهالو او منځمهالو طرحو دبشپړولو دبودجې د ترلاسه  کولو په باب يې وويل:  دبريښنا شرکت دماليې او دانرژى اواوبو دوزارتونو ، دژوندانه دچاپيريال ساتنې دملي ادارې او دستندرد دملي ادارې په همکارى  په پام کې لري چې لومړى پنځلس لومړيتوب ورکړ شوې دولتي ادارې له لمريزې بريښنا سره ونښلوي.
دغونډې برخه والو  ددغې طرحې په باب خپلې نظريې شريکې کړې . او ددغه پروګرام  دبودجې  دترلاسه کولو لپاره  بديلې لارې  وړانډيز کړې . چې دبشپړولو لپاره به يې  په جلا غونډه کې تصميم ونيول شي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته