امنیت

د طالبانو د ډلې يو قوماندان ملي اردو دکوماندو افرادو له خوا ووژل شو.

کابل- باختر دکب دمياشتې ٥
په قندهار ولايت کې د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان پرون د ملي دفاع
وزارت دامنيتي کوماندو د افرادو له خوا  ووژل شو.
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : 
وژل شوي  قوماندان په قندهار ولايت کې د ډار اچوونکو فعاليتونو په پلان جوړولو کې فعال رول  درلود چې دملي اردو دکوماندو د افرادو د بريد په بهير کې دقندهار ولايت دميوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې له دريو تنو ملګرو سره يې  ووژل شو
په دغو عملياتو کې دوه تنه وسله وال طالبان ټپيان  شوې دى او څلور ميله وسلې او پوځي تجهيزات ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته