امنیت

په بغلان کې له دووځانمرګو بريدونو مخه ونيول شوه

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٠
دوه تنه ځانمرګي يرغلګر پرون ناوخته په بغلان ولايت کې د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول .
دبغلان ولايت دملي امنيت رييس بريد جنرال عبدالناصر د باختر آژانس خبريال ته وويل : دغو کسانو چې غوښتل يې د وسله والو طالبانو دمرکزي بغلان ولسوالۍ ته د ډلې له خوا د نومول شوى ولسوال قوماندان لعل په لارښوونه د پلخمري ښار په مربوطاتوکې ځانمرګي بريد ترسره کړي؛ د دوو تروريستي پيښو له ترسره کولو مخکې له دوو ځانمرګو واسکټونو سره له پيژندلو وروسته ونيول شول.
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: ددغوکسانو په نيولو سره د دوو خونړيو پيښو مخه ونيول شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته