نړۍ

سعودي عربستان د اخوان المسلمين ډله يوه تروريستي ډله اعلام کړه.

رياض بي بي سي نيوز   باختر دکب دمياشتې ١٧
سعودي عربستان  اخوان المسلمين يو تروريستي سازمان اعلام  کړ .
د سعودي عربستان دکورنيو چارو وزارت په  وينا کې دغه راز د نصرت جبهه  او
( دعراق او شام داسلامي دولت )  ډله چې له نورو ياغي ډلو سره يوځاى  په سوريه کې ددغه هيواد دجمهور رييس بشارلاسد د دولت پرخلاف جنګيږي، د تروريستي ډلو په نامه ياد شوي دي .
تيره مياشت دسعودي عربستان دباچا له خوا يو حکم صادر شو چې دهغه له مخې ، دسعودي عربستان هر تبعه چې له دغه هيواد څخه بهر په جګړه کې ګډون وکړي له  دريو څخه  تر شلو کلونو پورې  د بند له سزا سره  په مخامخ  شي.
په دغه حکم کې دغه  راز هغو داتباعو ته  ورته مجازات په پام کې نيول شوي دي چې ددغه هيواد په  دننه او يا بهر کې له هغو ډلو سره يوځاى کيږي او يا دهغو ډلو ملاتړ کوي چې د دولت له خوا د تروريستي ډلو په توګه معرفي شوي دي  .
که څه هم سعودي عربستان په سوريه کې دځينو ياغي ډلې ملاتړ کوي خو جهادي مفکورو ته دخپلو اتباعو دتمايل له امله انديښنه لري.
سعودي  عربستان په سوريه او په  نورو هيوادونو کې له جهادى  ډلو سره   د دغه هيواد دځينو اتباعو د  پراخ ملاتړ په  دليل ترفشار لاندې  دى .
دسعودي عربستان دحکومت مخالفين وايي ددغه هيواد  دملي امنيت مسوول  بندر بن سلطان د سوريې له ياغيانو سره مالي او دوسلو ملاتړ کوي.
بندر بن سلطان دسعودي عربستان دپاچا ملک عبدالله   وراره   دى.
دى زياته موده په امريکا کې دسعودي عربستان   سفير و .
د  سعودي عربستان   دولت   دغه    راز هغو کسانو ته چې له  دغه  هيواد څخه   بهر  په   جګړو کې جنګيږي ،  پنځلس ورځې    وخت  ورکړ    چې سعودي   عربستان  ته   ستانه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته