نړۍ

روسيې دوولس تنه امريکايي اتباع ممنوع الورود اعلام کړل

مسکو ايرنا  باختردچنګاښ دمياشتې ٣٠ :
دروسيې حکومت  په يو غچ اخيستونکي اقدام کې اودمسکو پرخلاف دامريکا دبنديز دفهرست له پراختيا سره  په مقابله کې  دوولس تنه امريکايي اتباع ممنوع الورود کړل.
باخترآ ژانس   دريانويسکي دخبري آ ژانس له خولې خبر راکړ :
دروسيې دبهرنيو چارو وزارت ويندوى   الکساندر  لوکاشويچ   زياته  کړه  چې
دامريکائيانوله خوا دماګنيتسکي دکذابي فهرست  له خپريدو  وروسته  موږ هم  دبشر د حقوقو   دترپښو لاندې کوونکو پخوانيو او اوسنيو مقاماتو په ګډون دګوانتانامو فهرست ،دروسيې اتباعو  دځورونې اون څارنې  او هم دهغو ماشومانو  پرخلاف  د تاوتريخوالي  فهرست چې  د روسيې له خوا  فرزندي نيول
شوى دى  تدوين کــــړ.
ده زياته کړه  زموږ ممنوع الورو  فهرست  دامريکائيانو دفهرست په شان نه دى تړل شوى او په دې برخه کې دوسيه  هماغه شان پرانستې ده .
تيرکال داتلسو تنو په ګډون دګوانتانامو فهرست خپور شو چې  دماګنيتسکي په  فهرست کې د  روسي  اتباعو له شمير سره برابر دى.
داځلې   موږ  په  متناسب  ډول او  په يو وخت کې  دوولس تنه امريکائيان ممنوع الورود کړل.
هغه کسان چې دمسکو په عقيده   دګوانتاناموپه ځانګړي جيل کې دځورونې په قانوني کولو کې لاس درلود روسيې ته ممنوع الورود شوي دي.
دغه راز دهغو امريکايي پوځيانو نومونه  چې دعراق  دابوغريب په ځانګړي جيل کې يې  په بنديانو  سپکاوى کړى او ځورولي يې دي اويا يې  دجنايتونو په وړاندې  چوپه غوره کړې ده  په دې فهرست کې  ځاى پرځاى کړاى شوي دي.
ريانويسکي ددغه رپوټ په دوام وليکل  چې ګوانتانامو په کيوبا کې دامريکا د اډې نوم دى  چې  امريکا  په تروريزم مشکوک کسان له محاکمې پرته په دغه ځاى کې ساتلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته