واشنګټن بي بي سي/ دوږي دمياشتې ٢٥ نيټه :
د امريکا جمهور رئيس دونالدترامپ په لندن کې د جمعې د ورځې د تروريستي بريد په غبرګون کې وويل چې له تروريزم سره دمبارزې لپاره بايد انترنت چې د ده په خبره د هغو لپاره د ځواک د جذبولو وسيله ده، بند شي.
دونالدترامپ د لندن په ميتروکې د تروريستي بريد په غبرګون په يوه ټويټري پيغام کې ليکلي دي: (په لندن کې د ماتې خوړلو تروريستانو له خوا يو بل بريد). ده زياده کړه: له دغو تروريستانو څخه چې ناروغان او ليونيان دي، بايد مخکې له مخکې تدابير ونيول شي .
پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ