کابل / د مرغومي ١٨ مه/ باختر
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ادریس زمان په بهرنیو چارو وزارت کې ، په یوې خبرې ناسته کې، د اصلاحاتو د هراړخیزی ټولګې په تړاو او په تېره بیا په لاندی څلور ګونو محورونو په تفصیل سره خبرې وکړې .
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ: ادريس زمان وويل : اصلاحی ټولګه څلور اساسی محورونه لري : د بهرنی سیاست د اډانې او په بهر کې د سیاسي او قونسولي نمایندګیو متحول کول ، د استخدام ، ارتقاء، مکافاتو اومجازاتو د تولګی او طریقی متحول کول او د استخدام بهیر قانوني کول ، د کاري پروسو او د معلوماتي تکنالوجۍ د زيربنا متحول کول او قونسولي خدماتو لپاره د اسانتیاو رامنخته کول.
هغه وويل ؛ د بهرنیو چارو وزارت د اصلاحی ټولګې طرحې، د اداري اصلاحاتو او ملکی خدماتو کمېسیون، د ملي شورا غړو، د مالېې وزارت ، داحصاېې لوی ريیس اود ملي تدارکاتو کمېسیون ريیس سره په سلامشوره او همغږی کې ترتیب شوې دي .
د بهرنیو چارو سرپرست دغه راز زیاته کړه، دغه اصلاحې ټولګه د اصلاحاتواو سمونونو له هلوځلو سره په پرتله کې د بهرنیو چارو وزارت په کاري تاریخ کې مخینه نلري او د هېواد د بهرني سیاست اډانې ټولو ستونزوته رسیدګۍ لپاره لازم او اړین اقدامات رانغاړي. په پام کې ده چې د هغې په عملي کېدو سره د یوې ښيې، کارنده او اغیزمن بهرني سیاست اډانې رغولو شاهدان واوسو.
پاى ذ