امنیت

نهه تنه وسله وال طالبان په فارياب کې ووژل شول .

کابل باختر دمرغومي  اتمه :
امنيتي ځواکونو تيره شپه دفارياب په شيرين تګاب ولسوالۍ کې  نهه تنه وسله وال طالبان ووژل .
دشيرين تګاب ولسوال سيد لقمان ګهري باختر اژانس ته وويل : وسله والو طالبانو ددغې ولسوالۍ په امنيتي پوستو او قرارګاه بريدونه وکړل چې دافغان امنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول چې په بهير کې يي نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او همدااوس ددوى دشپږو تنو وژل شويو کسانو مړي دجګړې په ډګر کې پراته دي .
  ګهري  زياته کړه :دطالبانو يو کلاشينکوف دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلى دى او دهغوى يو ټانګ هم ويجاړ شوى دى .
خبرځاى وويل: ددغې جګړې په بهيرکې  د خواجه سبز پوش ، پښتونکوټ او دشيرين تګاب  دولسواليو او دميمنې ښار دبريښنا مزي  شليدلي دي او اوس اړونده مقامات هلې ځلې کوي چې دبريښنا بهير بيا تامين کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته