خبرونهورزش

په ننګرهار ولايت کې د پهلوانۍ سيالۍ پيل شوې

 کابل، د لېندۍ ۳مه، باختر

په ننګرهار ولايت کې د افغانستان اسلامي امارت د بريا لومړۍ کاليزې په وياړ د سره رود ولسوالۍ چهارباغ صفا لېسه کې د “٢٣٠” تنو ورزشکارانو په ګډون د پهلوانۍ سيالۍ پيل شوې چې درې ورځې به دوام وکړي.

د ننګرهار د بدني روزنې رئیس عبدالسلام وزیروال وايي، هڅه کوي چې د ننګرهار ورزش د هېواد په کچه بېلګه وګرځوي. هغه وویل چې د لوبغالو نه شتون یوه ستونزه ده، خو هڅې پيل شوي چې ډېر ژر دغه ستونزه هواره شي.

د یادونې وړ ده چې راتلوونکې جمعه به د یادو سیالیو وروستۍ ورځ وي چې په ترڅ کې به یې د درې ورځو سیالیو پایلې هم اعلان شي.

س.صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا