خبرونهښوونه او روزنه

په ننګرهار پوهنتون کې د (Poster Presentation) تر سرلیک لاندې څېړنيز نندارتون جوړ شو

کابل، د لړم ۱۹ مه، باختر

د ننګرهار پوهنتون مسوولین وايي چې په دغه پوهنتون کې د (Poster Presentation) تر نامه لاندې څېړنیز نندارتون جوړ شو، چې د وترنري پوهنځي د ۱۰۹ تنو محصلینو څېړنیزې پروژې پکې نندارې ته وړاندې شوې.

په دغه نندارتون کې د وترنري پوهنځي د ورستي کال محصلینو دغه پروژې د عامې روغتيا، حيواني محصولاتو توليد، ساتنې، حفظ الصحې، حيواني صحت، د مالدارۍ اړوند چرګانو، شاتو مچیو، غواګانو، پسونو، وزو روزنې، فارمینګ منيجمينټ، د غذايي موادو انالايزيز، زونوټيک او نورو حيواني ساري ناروغيو په اړه د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې ترسره کړې وې او نندارې ته یې وړاندې کړې.

د دغه نندارتون په پرانیستغونډه کې د ننګرهار پوهنتون رییس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د یادو محصلینو کړې څېړنې وستایلې او ویې ویل چې اوسمهال د یاد پوهنتون محصلین د تیوري زده کړو سربېره عملي زده کړې هم ترسره کوي.

د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت د نورو پوهنځیو او څانګو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې ورته برنامې جوړې او د ټولنې اړتیاوو ته په کتو څېړنې وکړي.

قریشي بدلون، جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا