امنیت

درې طالبان په پکتیکا کې ووژل شول

کابل / د غبرګولي١٠مه / باختر
د پکتیکا په زېړوک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې درې وسله وال طالبان ووژل شول او درې نور یې ټپیان شول.
له تندر قول اردو څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې افغان ځواکونو تېره شپه په زېړوک ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړل چې په پایله کې یې درې طالبان ووژل شول او درې نور یې ټپيان شول.
سرچینه زیاتوي چې په ترسره شویو عملیاتو کې ۱۲ ماینونه هم کشف او شنډ کړای شوي دي.
ویل کېږي په عملیاتو کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته