امنیت

په کندزکې د خونړۍ پيښې مخه ونيول شوه

کابل باختر د لړم دمياشتې اتلسمه :
يو ځانمرګى بريدکوونکى تېرماښام دکندز ولايت په مربوطاتوکې وروسته له هغې چې د پوليسو له خوا وپيژندل شو؛ خپل چاوديدونکي توکي وچول او ووژل شو.
دکندز د امنيې قوماندانۍ ويندوى سيدسرور حسيني باخترآژانس ته وويل: دغه ځانمرګى بريد کوونکى غوښتل د دشت ارچي ولسوالۍ د کافرشاخ په کلي کې د يو واده په مراسموکې دګډون کوونکو په منځ کې ځان وچوي .
حسيني زياته کړه چې ځانمرګى بريدکوونکى هدف ته له رسيدومخکې د پوليسو د خبردارى وروسته په خپل ځان پورې تړل شوي توکي وچول چې له امله يې پوليسوته هم زيان رسيدلى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته