امنیت

په لوګر کې دلسګونو تنو جګړه مارو طالبانو او دحقاني دشبکې دغړونيول کېدل

کابل- باختر دکب شپږ ويشتمه :
دوسله والوطالبانو د ډلې او دحقاني دشبکې په لسګونو تنه  جګړه ماران په لوګر ولايت کې ديو لړ پوځي عملياتو له امله ونيول شول .
دغه  جګړه ماران چې دوسله والوطالبانو د ډلې درې تنه قوماندانان او درې تنه نور وسله وال کسان او په تروريستي بريدونوکې دو ه تنه نور مرستندويان  هم شامل دي .
تيره شپه او نن سهار دبره کي برک او دخروار دولسواليو او دپل علم ښار په مربوطاتو کې نيول شوي دي .
  باختراژانس  دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې دغه راز نيول شوي قوماندانان په ځينو پوځي اوملکي تاسيساتو دراکټي بريدونو په ګډون  دتروريستي  بريدونو په پلان جوړولو بوخت و چې دافغان پوځيانو او دناټو دځواکونوله  خوا پرې بريد وشو او ونيول شول .
دلوګر  ولايت سيمه ئيز مقامات هم دجلا جلا پوځي عملياتو په بهير کې دد غو جګړه مارانو نيول  تاييدوي او وايي چې دوى دبمي او وسله والو بريدونو په ګډون په دغه ولايت کې په زياترو نااراميو کې لاس درلود .
دناټو په خبرپاڼه کې ددغو عملياتو په بهير کې  افغان اوبهرنيو پوځيانو او ملکي وګړو ته دسرداوښتې زيان په باب څه نه دى ويلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته