کابل / د وري ۱۸ مه / باختر
د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې د لا ښه ډاډمن امنیت په موخه د عبدالله بن عمر د لومړۍ پلې لوا درېیم کنډک په دولت شاه ولسوالۍ کې خپل فعالیت پیل کړ .
د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د عبدالله بن عمر (رض) د لومړۍ پلې لوا درېیم کنډک په دولت شاه ولسوالۍ کې خپل فعالیت پیل کړ.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د عبدالله بن عمر (رض) لومړۍ پلې لوا قوماندان قاري معراج الدین عثماني په هڅو د یادې لوا مربوط درېیم کنډک چې وړاندې یې د کونړ ناړۍ ولسوالۍ کې موقعيت درلود؛ د ملي دفاع وزارت په لارښوونه یې نن په دولت شاه کې فعالیت پيل کړ.
د کنډک قوماندان مولوي عبدالقادر عمري او رئیس ارکان جوهر وویل چې پرسونل ورکړل شوی او ډېر ژر به ټولي هم جوړ کړي.
ن/ر