امنیت

پنځه وسله وال طالبان په ننګرهارکې ووژل شول

کابل /دلړم ٩مه / باختر:
پنځه وسله وال طالبان په ننګرهارکې  په هوايي بريدکې ووژل شول.
د ناټو هوايي ځواکونو پر دغو وسله والو طالبانو پرون ناوخته په مومند درې ولسوالۍ کې بريد وکړ.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې په هوايي بريدکې د وسله والو طالبانو پنځه غړي وژل شوي دي.
هغه وويل چې په بريدکې له ټولوجنګي وسايلو سره يې د طالبانو يو پټنځى هم  ويجاړ  شوى دى .
په يو بل خبرکې ويل شوي دي چې د ننګرهار پوليسو له ګڼ مېشتو لارو څخه د لسو ماينونو په کشف او شنډولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
وسله وال طالبان د دغو ماين ښخونو عاملين بلل شوي دي.
ختم_ج _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته