ټولنه

لوګري ځوانانو ددغه ولايت دستونزو دحل کولو په اړوند مشورتي غونډه وکړه

کابل باختر د زمري لومړي :
دځوانانو دروزنيز پارلمان وکيلانو پرون دلوګر دمدني ټولنې دبنسټونو له فعالانو سره په پل علم کې مشورتي غونډه جوړه کړه .
دباختراژانس  دخبرله مخې ، په دې غونډه کې چې دځوانانو د ستونزو داوريدو او دهغو دحل دلارو چارو  دموندلو په موخه دځوانانو دروزنيز پارلمان دوکيلانو ، دمدني ټولنې دبنسټونو دفعالانو اوددغه ولايت دلسګونو تنو ځوانانو په ګډون جوړه شوه .
دزينت راډيو مسوول  نور الله ستانکزي او يوه مدني فعال وويل چې په لوګر کې  ستونزې دهرې ورځې په تيريدو سره زياتيږي او  ځوانانو ته  په سمه توګه نه پاملرنه  موږ ته دمنلو وړ نه ده .
وروسته محمد وسيم عباسي  دخصوصي ښوونځيو په استازيتوب او دوو تنو لوګري ځوانانواجمل سروش او نصرت وفا هر يوه په بيلابيلو برخوکې  دځوانانو دستونزو په باب  خبرې وکړې او ويې ويل  چې په رښتنې پارلمان کې دلوګر غږغلى دى او دوى په دغه ولايت کې دپوهنې امنيتي او اقتصادي حالات خراب وبلل .
دغه راز دځوانانو دروزنيز پارلمان وکيلانو لطف الله تايب  او زهره خليلي له دولت څخه وغوښتل چې په دغه ولايت کې دځوانانو ستونزو ته پاملرنه وشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته