خبرونهټولنه

په ننګرهار کې بې وزلو کورنيو مرسته ترلاسه کړه

کابل، د زمري٢٠مه، باختر
په ننګرهار کې زرګونو بې وزلو کورنيو مرستې ترلاسه کړې.
دغه مرستې د خوړو نړيوال پروګرام د ننګرهار د کليو، بيارغونې او پراختيا رياست په همکارۍ ترسره کړې دي.
د ننګرهار د کليو، بيارغونې او پراختيارياست باختراژانس ته وويل چې په دې دوره کې د اچين او شينوارو ولسواليو پر ٤١٣٩ کورنيو مرستې وېشل شوې دي.
د ننګرهار سيمه ييز خبرځايونه وايي هڅه کوي چې د دغه ولايت له بې وزلو کورنيو سره د مرستې په خاطر د مرستندويو موسسو پاملرنه جلب کړي.
\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا