ښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو وزارت ويانده : دکانکور آزموينه دکب د مياشتې په لومړۍ اوونۍ کې پيليږي

 کابل باختر دسلواغې ١٨ نيټه :
  د لوړو  زده کړو وزارت وياندې عارفې پيکار نن په يوه خبري غونډه کې د روان کال دکب د مياشتې په لومړۍ اوونۍ کې د لوړو او نيمه لوړو  زده کړو په موسسو کې   د شموليت د آزموينې  د بهير د پيل خبر  ورکړ.
د باخترآژانس د خبر له مخې  ؛ په دې غونډه کې   چې د دغه وزارت د ١٣٩٧ کال   د کاري لومړيتوبونو د بيانولو په مقصد د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې جوړه شوې وه، عارفې  پيکار دغه راز  د خصوصي لوړو زده کړو د موسسو  په فارغانو د ديپلومونو د ويشلو يادونه هم وکړه  او زياته يې کړه چې د لوړو  زده کړو وزارت د خصوصي لوړو زده کړو د موسسو د سندونو او مدارکو  له څېړنې وروسته  د هغو تحصيلي بنسټونو فارغانو ته  چې د لوړو زده کړو په معيارونو  او په قانوني ډول   جوړ شوي وي ، ديپلومونه وويشي .
دې دغه راز وويل ؛  د ١٣٩٧ کال يو لومړيتوب   د علمي  او د کار د بازار  د اړتيا له مخې  د تحصيلي نصاب  بدلون دى  چې په دې وروستيو وختو کې  د دغه وزارت  له مهمو چلنجونو څخه شمېرل کې ږي او په دې باب  د بيا کتنې  اړتيا ليدل کېږي.
عارفه  پيکار  د اړوند دولتي او خصوصي بنسټونو  داستازو او د بهرنيو ماهرانو د يوې ځانګړې ډلې  په ګډون د څلويښتو برخود جوړولو يادونه وکړه
چې د مسلکي او تخنيکي تعليماتو د ښوونځيو لپاره په اړوندو ښوونځيو کې  د ښوونکو د روزنې  په ګډون  د نويو څانګو د جوړولو په خاطر د تحصيلي نصاب اصلاح کول ، د ښوونکو د روزنې لپاره د تخنيکي او مسلکي تعليماتو د اختصاصي پوهنځي  جوړول  او په اوږد مهال کې  د تخنيکي او مسلکي ښوونځيو د ښوونکو د ظرفيتونو د لوړولو  په برخو کې  کارکوي.
دې دغه راز  د تخنيکي او مسلکي نويو پروګرامونو دکيفيت د تضمين د ادارې    د جوړولو  د اعتبار ورکولو او د قابليتونو د تثبيتولو  ، د اداري حالت د ښه والي  او له فساد سره د مبارزې د منل شويو معيارونو له مخې  په دولتي لوړو  زده کړو  موسسو او پوهنتونونو کې داستادانو  داستخدام  ، د تقنيني سندونو بيا کتنه او پراختيا  او يوشمېر نور موارد يې د دغه وزارت  له کاري لومړيتوبونو څخه وبلل او ويې ويل چې، ټاکل شوې ده  دغه پروګرامونه د ١٣٩٧ کال په بهيرکې    تطبيق شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته