کابل باختر د ثور يوولسمه :
دفارياب ولايت فرهنګيانو ، دمدني ټولنې غړو ، خبريالانو او دروښانفکرانو نن ددغه ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ په رياست کې ديوې غونډې په ترڅ کې دکابل ښار په شش درک کې په خبريالانو ځانمرګي بريدونه وغندل .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې ، په دې غونډه کې وينا والو په خبريالانوبريد دافغانستان په ټولو خلکو بريد وباله او له مرکزي دولت څخه يې وغوښتل چې دخبريالانود شهادت عاملان دقانون منګولو ته وسپاري .
دغه راز وينا وال وويل : دافغانستان دخلکو دښمنان هيڅکله نه شي کولاى د خبريالانو فعاليتونه چې دټولنې عيني واقعيت منعکس کوي ، بند کړي .
په پاى کې برخه والو د شهيدانو پاتې کسانو ته يې دډاډ ګيرنې مراتب څرګند کړل .
ختم- ف _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل