کابل باختر دوري دمياشتې ١٣ نيټه :
د بلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ پوليسو پرون يو غلا کړاى شوى ټکسي موټر په مزارشريف ښار کې وموند.
د بلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر جنرال عبدالرزاق قادري باخترآژانس ته وويل ؛ چې د دغې قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې منسوبينو دغه موټر د مزارشريف ښار د لسمي ناحيې د وحدت کارتې په سيمه کې ترلاسه کړ.
قادري زياته کړه چې موټر يې خپل خاوند ته سپارل شوى دى او د غلو د نيولو لپاره هم پلټنې پيل شوي دي. پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ