ټولنه

دکندز – بغلان لويه لاره دترافيکو پرمخ تړلې ده

کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٩
دکندز – بغلان لويه لاره هماغه شان دترافيکو پرمخ تړلې ده .
په رارسيدلو خبرونو کې ويل شوي دي: دجمهوري رياست له خوا ټاکل شوى هيئت دبغلان ولايت ته رسيدلى چې له مظاهره کوونکو سره چې له پنځو ورځو راپه دې خوا يې دکندز – بغلان لويه لاره دترافيکو پرمخ تړلې ده ،خبرې وکړي.
دبغلان ولايت دامنيې قوماندان دامنيت آمر دباختر آژانس خبريال ته وويل: مظاهره کوونکي له پلخمري ښار څخه مرکزي بغلان ته د ولايت او پوهنتون دليږدونې غوښتنه کوي.
د ولايت مرکز او پوهنتون د ډاکتر نجيب الله دحکومت په وخت کې دوخت دشرايطو له امله له مرکزي بغلان څخه دپلخمري ښارته ليږدول شوي وو.
ويل کيږي: دغه لويه لاره يواځې دشپې له خوا دترافيکو پرمخ پرانيستې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته