امنیت

اووه تنه ډاراچوونکي په کندز کې ووژل شول

کندز باختر دچنګاښ دمياشتې  ٢٨ :
د قله زال  لپاره دطالبانو د نومول شوى ولسوال مرستيال  مولوي مسکين په ګډون اووه تنه ډاراچوونکي  پرون په کندز کې ووژل شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو مطبوعاتي  آمريت ددفتر مرستيال جګړن نصرت الله جمشيدي د باخترآژانس خبريال ته وويل  چې دغه ډ اراچوونکي دکندز دمرکز په شينواري کلي  او دقلعه زال ولسوالۍ په توري کش ساحه کې دهوايي او توپچي بريدونو له امله ووژل شول.
په دغو عملياتو کې دغه راز څلور تنه ډاراچوونکي  ټپيان شول .
جمشيدي زياته کړه چې مولوي مسکين په قلعه زال کې دطالبانو دنومول شوي ولسوال مرستيال و.
ده زياته کړه  چې ددغه ولايت په ناامنو سيمو کې دمخالفانو دځپلو لپاره ځمکنې او هوايي عمليات دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته