نيويارک نړيوالې خبري منابع باختر د اسد٣١
د ملګروملتو سازمان په سوريې کې له کيمياوي وسلو څخه داستفادې په باب
د خبرونو له خپريدو وروسته بيړنۍ غونډه کړې ده .
دملګروملتو سازمان د امنيت شورا د سوريې پايتخت دمشق ښار ته څيرمه دکيمياوي وسلوداحتمالي کارولو په باب د سملاسي او بيطرفه تحقيق غوښتنه کړې ده .
ويل کيږي د دغه بريد له ا مله چې پرون وشو يو زرو درې سوه تنه وژل شوي دي .
د سوريې دولت او د هغه مخالفين دواړه يو بل د دغه بريدمسوول بولي .
دپلټونکو ډله چې په سوريې کې د کيمياوي وسلو داستفادې دڅيړنې لپاره اوس په دغه هيواد کې ده دهغه څه په باب به چې پرون رامنځته شوې ده هم تحقيق وکړي .
پرون د سوريې د حکومت مخالفينو په دولتي ځواکونو د زهري ګازو د استفادې تور ولګا وه .
سپينې ماڼۍ په سوريې کې دکيميا وي بريد له امله ژوره انديښنه څرګنده کړې ده ، خو دسوريې متحد روسيې د ملګروملتو سازمان د امنيت په شورا کې ويلي دي داسې سندونه په واک کې لري چې دغه بريد د سوريې د حکومت د مخالفو ځواکونو کار دى .
د امريکا جمهور رييس بارک اوباما پخوا خبردارى ورکړى و چې د سوريې په جګړه کې له کيميا وي وسلو څخه استفاده به په د غه جګړه کې د مداخلې په باب د امريکا سره کرښه وي .
0 1 دقیقه لوستل