امنیت

دپکتيا ، پکتيکا او دکونړ په ولايتونوکې ١٩ تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر د تلي پنځلسمه :
دپکتيا ، پکتيکا او دکونړ په ولايتونوکې ١٩ تنه وسله وال طالبان ووژل شول
  دکورنيو چارو وزارت يوه خبري سرچينه وايي چې دتيرو څليرويشتو ساعتو په بهير کې  دپوليسو ځواکونو دامنيتي فعاليتونو په بهير کې ١٩ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
دکورنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ چې دپکتيا ، پکتيکا او دکونړ دولايتونوپه اړوندو سيموکې  دپوليسو ځواکونو امنيتي فعاليتونه ترسره کړل چې په ترڅ کې يې  ١٩ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او درې تنه نور يې ټپيان شوي دي .
په دغو عملياتو کې يوه اندازه  پوځي مهمات هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي. دغه راز دملي پوليسو ځواکونو دقندهار او ارزګان دولايتونو په مربوطاتو کې درې ماينونه کشف او شنډ کړل او دڅو نوروتروريستي پيښو  مخه يې ونيوله .
دغه ماينونه په دې وروستيو کې دياغيانو له خوا دورانکارۍ او ترهګرۍ  دعملونو دسرته رسولو په خاطر ځاى پرځاى شوي و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته