امنیت

په ننګرهار کې داوه ويشتو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

په ننګرهار ولايت کې  اووه ويشت تنه  وسله وال طالبان  دناتو ځواکونو دهوايي  او ځمکنيو  عملياتو په بهير کې ووژل شول .

 دخبرونو له مخې، دغه بريدونه تيره شپه دننګرهار ولايت دنازيانو په ولسوالۍ کې ترسره شوي دي .

 ناتو په يوه خبرپاڼه کې ويلى دى چې دغه بريدونه دنازيانو په ولسوالۍ کې ددغو ځواکونو په ګزمي  دطالبانو د بريد په ځواب کې ترسره شوي دي .

  په خبرپاڼه کې دناتو  دځواکونو اوملکي وګړو دسردزيان په باب څه نه دى ويل شوى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته