نړۍ

قرغزستان ته دپاکستان صدراعظم سفر:

بشکيک دي دان – باختر د ثور دمياشتې ٣١
دپاکستان صدراعظم نواز شريف ترکمنستان ته له دوه ورځني سفر وروسته پرون مازيګر قرغزستان ته ورسيد.
ټاکل شوې ده دپاکستان صدراعظم په دې سفر کې دقرغزستان له جمهور رييس آلماس بيک حاتم بايف سره خبرې وکړي.
دهيئت په کچه په خبرو کې به هم دواړه لورې په بيلابيلو برخو کې د دوه اړخيزې همکارۍ دموضوعګانو په باره کې وغږيږي.
له نواز شريف سره په دې سفر کې دکابينې څو تنه وزيران ملګرتيا کوي، دپاکستان صدراعظم په ترکمنستان کې هم ددغه هيواد له جمهور رييس قرباني قلي بيردي محمد اوف سره د دواړو لورو اعلاقې وړ موضوعګانو او دسيمه ييزو او نړيوالو مسئلو په باره کې خبرې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته