ټولنه

په بلخ کې د دوو ټولګټو پروژو په بشپړيدو سره څلور زره کورنۍ د څښاک له روغتيايي اوبو څخه ګټه واخيسته

کابل- باختر د ثور دمياشتې ٣١
د بلخ ولايت د شولګرې په ولسوالۍ کې د دوو ټولګټو پروژو په بشپړيدو سره څلور زره کورنۍ د څښاک له روغتيايي اوبو څخه ګټه واخيسته.
د بلخ ولايت دکليو د بياجوړولو او پراختيا رييس انجنير عبدالباسط عيني د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو پروژوکې د شولګرې ولسوالۍ د خانقا او پيکان په کليوکې د دوه سوه شپږ اويا مترو په ژورتيا د يوکانال کيندل او دغه راز د شولګرې د خيرآباد په کلي کې د سيند ترڅنګ د يوسلو اته نوي مترو په اوږدوالى يو محافظتي ديوال جوړول شامل دي.
خبرځاى زياته کړه: دغه پروژې د اته مليونو افغانيو په لګښت جوړې شوې چې د (آب بالاى مزرعه) ترعنوان لاندې د جاپان هيواد په مالي مرسته چې د کليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت له خوا پيل شوې وې؛ ورکړل شوى دى .
عيني زياته کړه: ددغو پروژو په بشپړولو سره پنځه زره جريبه کرنيزې ځمکې او بڼونه خړوبيږي او دغه راز په دغې ولسوالۍ کې ميشتې څلور زره کورنۍ د څښاک له اروغتيايي اوبو څخه ګټه اخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته