-کابل باختر د تلي نهه ويشتمه :
د وسله والو طالبانو د ډلې يو سيمه ئيز قوماندان له پنځو تنو افرادو سره يې په ننګرهار ولايت کې د جګړې او ورانکارۍ له دوام څخه لاس واخست او سوله يې غوره کړه.
قوماندان ارماني له افرادو سره يې مخکې له دې د بټي کوټ او مومند درې د ولسواليو په مربوطاتوکې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و .
ده عادي ژوندانه ته د ستنيدو په وخت کې په ډار اچوونکو ډلو پورې له نورو اړوندوکسانو څخه وغوښتل چې له ورانکارۍ څخه لاس واخلي او د خپل هېواد په ودانولوکې دې ونډه واخلي .
د ننګرهار ولايت دملي امنيت يوه خبرځاى دباخترآژانس خبريال ته وويل چې قوماندان ارماني د سولې بهير ته د ستنيدو په وخت کې پنځه ميله وسله هم دولت ته سپارلې ده .
0 1 دقیقه لوستل