ټولنه

دژوندانه چاپيريال هغه شخړه چې بايد په يو ملي تعريف کې ورته پاملرنه وشي

کابل باختر د غبرګولي درې ويشتمه :
په افغانستان کې دژوندانه حالت ، يولړځنده  حالت  و اوموږ په اوس وخت کې له بل هر وخت څخه زيات د ژوندانه دچاپيريال دزياتې ويجاړتيا او په هېواد کې د هوا دککړتيا شاهدان يو .
دباختراژانس  مفسر  ليکي :  دغبرګولي دمياشتې له پنځلسمې   څخه تر يوويشتمې  نيټې  پورې ، په افغانستان کې دژوندانه دچاپيريال ساتنې ځانګړې اوونۍ ده چې کال په کال په افغانستان کې نمانځل کيږي .
دژوندانه دچاپيريال دځانګړى  اوونۍ نمانځنه  ددې  فرصت برابروي  چې خلک او حکومتي مسوولين  دژوندانه دچاپيريال ساتنې په وړاندې په خپلو  وجيبو اومکلفيتونو  پوه شي او که چيرې  کومه ستونزه شتون ولري  دحل کولو لپاره يې لارې چارې ولټوي .
سره له دې چې  دژوندانه دچاپيريال  داوونۍ  له نامه څخه جوټيږي  چې موږ بايد په دې اوونۍ کې دژوندانه په چاپيريال ساتنه کې  دخپلو مثبتو کړنو او رغنده رول  يادونه وکړو له بده مرغه  دژوندانه دچاپيريال ځانګړې اوونۍ هم زياتره په  کليشه يي  او تشريفاتي  خبرو ، نيوکو او ژمنو تيريږي او په پاى کې دژوندانه دچاپيريال حالت دتير په شان لړځنده  پاتې کيږي .
  که چيرې  په هېواد کې دژوندانه دچاپيريال اوسني حالت  ته  دقيق شو  موږ له يوه  دردونکي حالت سره مخامخ يو، په هېواد کې شنه فضا او طبيعي زيرمې  په زړه بوږ نوونکى توګه دويجاړيدو  په حالت کې  دي او خلک  چې بايد دهغو ستونزو دلرې کولو لپاره چې په هېواد کې دژوندانه له چاپيريال  سره مخامخ دي عامل وي ، په خپله په يو ډول نه يو ډول دستونزې په يوې  برخې بدل شوي دي، له طبيعت  سره  دانسان اړيکه يو هراړخيز تعريف لري خو په افغانستان کې داسې نه ده ځکه طبيعيت   په دغه هېواد کې په بيلابيلو دلايلو سخت زيانمنونکي دى او داکيداى شي ناوړې پايلې  ولري .
په افغانستان کې شنه فضا  دله منځه تللو په حال کې ده . زموږ  دهېواد دځنګلونو زياته برخه ويجاړه شوې ده له طبيعي  سرچينو سره خيانت شوى دى .
  دځمکې پرمخ او تر ځمکې لاندې داوبو له سرچينو څخه په ظالمانه ډول  استفاده کيږي .
دڅاګانو کيندنو  هغه هم په غير معياري ډول تر ځمکې لاندې داوبو سرچينو ته زيان ورساوه او دڅارويو په ژوندانه او دبوټو  په  ودې باندې يې جدي اغيزه کړې ده او په همدې ترتيب  څړځايونه او کرنيزې  ځمکې له ممکنې اندازې څخه دزياتې غوښتنې په دليل  زياتې ويجاړې  شوې او دښارونو  او غير معياري  ودې چې داړوندو بنسټونو دبې مسووليتي او دپروګرام  دنه لرلو زيږنده  دي په هېواد کې  دژوندانه  دچاپيريال  شخړه زياته کړې ده .
په ښارونو او په ټول هېواد کې دژوندانه دچاپيريال او ويجاړتيا عوامل په ډاګه ترسترګو کيږي، دځنګلونو غوڅول ، دکروندو او څړځايونو ويجاړتيا ، دښارونو غير معياري پراختيا ، په غير معياري  ډول دڅاګانو کيندل ، دتر ځمکې لاندې اوبو د کچې ټيټوالي ، په هېواد کې دوسايطو په زياتوالې سره داوبو په منابعو نه مديريت چې ددريم او څلورم  لاس دوسايطو له  وارداتو سره يوځاى دي، دلوګي پيداکوونکو وسايطو دتګ راتګ  نه مخنيوي ، دخښتو  دداشونو زياتوالي ، له غير معياري سوند موادو څخه استفاده ، غير معياري  نفتي توکو  او اوبلن ګازو واردات او دکثافاتودخپرولود هېواد دځينو سندونو دتګلورو بدلون هغه عوامل دي چې په هېوادکې دژوندانه  دچاپيريال دککړتيا او ويجاړتيا سبب شوي دي له بدعه مرغه دغه ټول عوامل زياتره دانسانانو له ذهن او ارادې سره  اړيکې لري  لکه څنګه چې وويل شول له طبيعت  سره دانسان اړيکې يو پراخ  تعريف لري يعني له يوبل سره لازم او ملزوم دي. دا انسان دى چې طبيعت ته وده ورکوي او داطبيعت دى چې انسان ته دژوندانه زمينه برابروي  خو موږ په افغانستان کې دطبيعيت دساتنې  په نسبت زياتې ناخوالې زغملې دي.
اقتصادي بې وزلي او دښکلي طبيعت دګټو نه درک موږ دې ته اړ ايستلي يو  چې  دژونديې پاتې کيدو په فکر کې واوسو .
په هېواد کې دژوندانه دچاپيريال ساتنه يوه ملي تعريف اوملي ارادې ته اړتيا لري نه خوږو تشريفاتي الفاظو،  غندلو اويا پړبللوته .
موږ بايد ددغې شخړې دحل کولو لپاره په ملي  ارادې  سره ګام واخلو چې اوسني نسل او راتلونکي نسلونه خوندي کړو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته